سیاستخبرونهTOP

هندوستان له افغانستان سره د پخوا په څېر د ښو اړیکو غوښتنه کړې

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له سکرټري جي پي سنګ او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیز تجارت او بشري مرستو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په نمایندګۍ راغلي لومړني هیئت ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ یو ښه پیل وباله او همداراز یې د هندوستان د وروستیو بشري او روغتیا برخو کې له کومکونو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې هندوستان په افغانستان کې باید خپلې درول شوې پروژې له سره پيل کړي، خپل دیپلوماتیک شتون فعال کړي او افغانانو ته قنسلي خدمات وړاندې کړي په ځانګړي ډول د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره.
د هندوستان هیئت وویل چې دوی له افغانستان سره د پخوا په څیر ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي او زیاته یې کړه چې هندوستان به د افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې پر مرستو او کار کولو غور وکړي او لکه څرنګه چې یې په دې وروستیو کې د افغان صادراتو پر مخ خپل سرحدونه او بندرونه خلاص کړي او صادرات د تېرو کلونو په نسبت زیات شوي، همدې برخه کې به لا اسانتیاوې برابرې کړي چې د افغانستان صادرات لا هم زیات شي او د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي.
په غونډه کې پریکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو تر منځ به راشه درشه زیاتېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته