ټولنه

د مکروريانونو د ساحې د بريښنا بهير ځنډيدلى دى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
د هوايي ډګر په واټ کې د بريښنا د ليږدونې د يوې ستنې چپه کيدل په مکروريانونو او په شاوخوا سيموکې د بريښنا د بهير د ځنډيدو سبب شوى دى .
د مکروريانونو او د هغو د شاوخوا سيمو اوسيدونکي له تيرې شپې را په دې خوا بريښنا نه لري.
د بريښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دبريښنا د ليږدونې دغه ستنه د ترافيکي پيښې له امله ويجاړه شوې وه او د دغه رياست فني کارکوونکو د هغې د ترميمولو او د مکروريانونو د خلکو د بريښنا د ستونزې د لرې کولو لپاره په کار لاس پورې کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته