سیاستخبرونهTOP

هند په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېست

 کابل، د چنګاښ ۳ مه، باختر

د هند د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې  د خپل سفارت د بيا پرانیستلو خبر ورکړ.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ویلي چې په کابل کې یې خپل سفارت بيا پرانیست.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره تاریخي او کلتوري اړیکې لري او یو تخنیکي ټیم یې کابل ته استولی چې پر ځینو مسایلو له نږدې کار وکړي او له افغانانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې یوه امنیتي ډله          له افغان چارواکو سره د لیدنې او د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه کابل ته تللې ده.

هند په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته خپل سفارت تړلی و.

یوشمېرهندي چارواکو ويلي  چې دوی د افغانستان له اسلامي امارت سره له تعامل  پرته بله چاره نه لري.

په همدې موخه د هند د بهرنیو چارو  وزارت مرستیال  په دې وروستیو کې کابل ته سفرکړی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د هند سفارت د بیا پرانیستلو هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هندي ډیپلوماتانو راستنېدل او په کابل کې د هند سفارت بیا پرانیستل د دې ښکارندویي کوي چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او د ټولو سیاسي او دیپلوماتیکو حقونو درناوی شوی دی.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته