نړيوالې خبري سرچېنې / د ليندۍ٥مه / باختر:
دهنګري صدراعظم ويکتوريا اوربان وايي سږ کال د دې هېواد په پولو کې د څه
دپاسه سلوزروغير قانوني کډوالو چې د بالکان هېوادونو څخه ورغلي مخه يې نيول شوې ده.
ويل کيږي چې زياتره افغانان هم له همدې لارې هنګري او بيا د لويديځې اروپا هېوادونو ته پناه وړي. اوربان په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: اروپايي اتحاديه د اوس په شان هيڅکله تر دومره فشار لاندې نه وه، تل له هرې ممکني لارې اروپا ته مهاجرتونه وو خوهيڅکله په يو وخت له درېيو خواوو نه دي شوي .
دهنګري صدراعظم همدا راز وويل د ورځې له ٣٠ زره تر ٣٥ زره افغانان له افغانستان څخه مهاجرت کوي نو پکار ده چې اروپايي اتحاديه دې ته تياره و اوسي چې دبالکان پرتګلوري فشار زياتيږي.
\ ذ