امنیت

په ننګرهارکې په يوه هوايي بريد کې دداعش دديارلسو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
دداعش ديارلس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې په يوه هوايي  بريد کې ووژل شول .
دغه بريد نن سهار په اچين ولسوالۍ کې دداعش په يوه پټنځي ترسره شو . 
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې بريد کې  دداعش ديارلس تنه غړي  وژل شوي دي .
ده وويل  داعشيان په يوه پټنځي کې راټول شوي و چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې دغه هوايي بريد دافغانستان دهوايي پوځ دتوپ لرونکو هليکوپترونو په واسطه  ترسره شوى دى .
  دپوليسو دغه قوماندان وايي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
پرون ناوخته هم دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دناتو دجنګي الوتکو په بريد کې دداعش  ديوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون درې تنه داعشيان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته