سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

هېڅ فتنه نه شي کولى د افغانستان د خلکو يووالي او پيوستون ته زيان ورسوي

 کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

افغانستان په قومي تنوع سره يو واحد ملت دى او هيڅ فتنه نه شي کولی د افغانستان د خلکو يو والي او پيوستون ته زيان ورسوي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بلخاب کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو د پاى او په یادې ولسوالۍ کې د امنيت تامينولو او د باغيانو د ماتې خبر ورکړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولايت بلخاب له څو ورځې را په دې خوا د يو لړ محدودو خوځښتونو ډګر و، سره له دې چې نه شو کولاى دغه شان تحرکات په سرپل او يا هم د هغه په شاوخوا سيمو کې د نا امنۍ لپاره دليل وبولو خو څرنګه چې اسلامي امارت د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره فکر کوي او دغه کار خپل مسووليت بولي، اجازه یې نه ده ورکړې چې څو تنه باغيان چې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي په دې ولسوالۍ کې امنيت ګډوډ کړي خو په لنډه موده کې د محدودو چاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره  د دغې ولسوالۍ د خلکو امنيت چې زيار ايستونکي خلک او د اسلامي امارت ملاتړ کوونکي دي، تامين کړي.

په بلخاب کې د امنيتي ځواکونو ګړندي او چټک عمليات د دې ښکارندوی دي؛ چې دغه ځواکونه د خلکو د امنيت او آرامۍ په فکر کې دي او په هېڅ ډول اجازه نه ورکوي، چې څو تنه اوباشان او اجيران  وکولاى شي  په هېواد کې امنيت او ثبات ګډوډ کړي.

د خلکو په آند په بلخاب کې د امنيتي ځواکونو عمليات د يوې ډلې افرادو پر وړاندې يو سپک غبرګون و چې ناوړې غوښتنې يي لرلې او زياتره د خپلو ګټو په  فکر کې و.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت ته ملي ګټې او ډله ييز خونديتوب يو اصل دى.

بايد وويل شي، چې پخوا هم د يو يا دوو نورو ولايتونو محدودې سيمې هم د بلخاب ستونزې ته ورته ستونزې سره مخ شوي و چې دغې غوښتنې هم دوام ونه کړ او امنيتي ځواکونه  د دغو سيمو د خلکو د امنيت تامينولو لپاره لاس په کار شول او امنيت يي بيا ټينګ کړ. سره له دې چې  په بلخاب کې د يو شمېر باغيانو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو غبرګون ګړندی حساب شوی و، له هېواد څخه بهر يو شمېر کړيو هڅې وکړې چې په هېواد کې د امنيت ضد دغه شان تحرکاتو ته قومي رنګ ورکړي، په داسې حال کې چې دغه شان يو کار په افغانستان کې امکان نه لري او د دغه هېواد خلک چې له قومي تنوع  څخه ګټه اخلي د خپل يووالي او پيوستون په ساتنې ټينګار کوي او ښه پوهېږي چې له هېواد څخه بهر  مغرضې کړۍ غواړي په افغانستان کې د اړو دوړ او فتني په را منځته کولو سره قومي او مذهبي شخړو ته لمن ووهي او د يو بل بحران د رامنځته کولو په فکر کي دي، زموږ خلک په دې اړوند پوه او هوښيار دي او له ملي يوالي سره به هغوی ته ځواب ورکړي.

د دې تر څنګ اسلامي امارت په هېواد کې قومي تنوع د ښه ګډ ژوند عامل بولي او په هېواد کې د ملي ارزښتونو او ملي يووالي پر ساتنې تينګار کوي.

\  ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته