امنیت

وسله والوطالبانود کندز په دشت ارچې کې د سردزیانونوپه ورکولوسره په شاتک وکړ.

کندزباخترد وږي ۱۹
یوولس تنه وسله وال طالبان تیره شپه په کندزولایت کې ووژل شول .
د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني باختراژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان له هغې وروسته ووژل شول چې ددغه ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د امنیتې منسوبینوپه پوستې برید وکړچې د امنیتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول .
ده زیاته کړه په دې برید کې شپاړلس تنه طالبان ټپیان او نور طالبان له ساحې څخه وتښتیدل او همدا اوس حالت عادي شوی دی .
رحماني وویل چې په دې پیښه کې دوه تنه امنیتي منسوبان شهیدان شوي او څلورتنه نورسرتیري ټپیان شوي دي ختم ع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته