امنیت

وسله والوطالبانو د پوليسو يو افسر وتښتاوه

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
د پوليسو يو افسرله يوه ملکي وګړى سره پرون د ناپيژندل شويوکسانوله خواوتښتول شو .
دپوليسو دغه افسر له يوه ملکي وګړى سره د لوګرولايت دپل علم ښار له مربوطاتو څخه تښتول شوى دى .
دلوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالولي توفان باخترآژانس ته وويل: تښتول شوي ملکي وګړى د تښتوونکوله منګولوڅخه تښتيدلى دى؛ خو د پوليسو د افسر په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي .
ده وويل چې امنيتي ځواکونو د پوليسو د دغه افسر د خلاصون لپاره په اقداماتو لاس پورې کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته