امنیت

وسله والوطالبانو يوه ښځينه پوليسه په جوزجان کې په ډزو سره ووژله

کابلباختر دسنبلي٢١
وسله والو طالبانو په جوزجان ولايت کې يوه پوليسه په ډزو سره ووژله.
په حليمې د تيرې شپې د يوولسو بجو په شاوخواکې د مرديانو ولسوالۍ په خانه ريګ سيمه کې د دې په کورکې د يوې ډلې وسله والوکسانو له خوا بريد وشو او ووژل شوه.
دجوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالستار روفي له باخترآژانس سره په اړيکه کې ددغې پوليسې وژل کيدل تائيد کړل او ويې ويل چې دا کونډه وه او له خپلو بچيانو سره يي يوازې ژوندکاوه.
حليمې دجوزجان ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د سرتيرې په توګه کارکاوه.
د ميرمنې حليمې ګاونډيان وايي چې وسله والو طالبانو د دې په کورله بريد وروسته هغه ووژله او وتښتيدل.
په جوزجان ولايت کې سيمه ييز مسوولين وايي چې ديرغلګرو د موندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
په افغانستان کې په امنيتي او دفاعي دستګاووکې د نجونو او ښځو فعاليت تل له چلنجونو سره يوځاى دى.
وسله وال طالبان په ټولنه کې د ښځو شتون او د نارينه و ترڅنګ د هغوى کارکول د شريعت پرخلاف بولي او کله ناکله دټولنې په دغه قشر بريد کوي. خو د دين عالمان دجګړه مارانو دغه خبرې دقرآني آيتونو او د نبوي احاديثو له مخې ردوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته