امنیت

په امنيتي پوستو د طالبانو ناکام بريد .

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
وسله والو مخالفينو پرون دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ دسرګردان چوک په ساحه کې دسيمه ييزو پوليسو په پوستو بريد وکړ .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن شيرين آقا فقيري دباختر آژانس خبريال ته وويل : دپوستې منسوبينو د دغه بريد دشنډولو په خاطر مقاومت وکړ او له دې سره جوخت د ٢٠١ سيلاب قول اردو دجزوتامونو منسوبين دسيمه ييزو دپوليسو مرستې ته ورودانګل چې دجګړې په بهير کې يو تن وسله وال مخالف ووژل شو او وسلې او مهمات يې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته