امنیت

وسله والو طالبانو دکندز دکليو د بياجوړولو او پراختيا رييس وواژه

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
وسله والوطالبانو دکندز ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رييس چې څه موده مخکې يې تښتولى و؛ وواژه .
انجنير محمد شفيق علميار يوولس ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا د زاړه بغلان ولسوالۍ د سپين جومات له ساحې څخه چې د بغلان – کندز لويه لاره ده؛ تښتول شوى و.
دبغلان ولايت امنيتي ځواکونه وايي چې ددغه سيمه ييز مقام مړى نن سهار د بورکه په ولسوالۍ کې دفتر ته څېرمه ترلاسه کړى دى.
دخبرونو له مخې: وسله والو طالبانو دکندز ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رييس انجنير شفيق علميار له تښتولو وروسته هغه د تخار ولايت د اشکمش ولسوالۍ د نو آباد سيمې ته ليږدولى و او له وژلو وروسته مړى يې بغلان ته وليږدولى او د بورکې ولسوالۍ بازارته څېرمه يې اچولى دى.
دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ ګوهرخان بابري له باختر آژانس په اړيکه کې تاييد کړه: طالبآنو له يوولسو وروځو وروسته انجينر علميار په ډزو سره وژلى دى.
وسله والوطالبانو دکندز ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا د رييس انجينر شفيق علميار د ښتتولو په وخت کې د هغه ورور چې دهغه د سپرلۍ د موټر چلونکى و، ځاى په ځاى په ډزو سره وژلى و.
دبغلان سيمه ييزو مسوولينو وسله وال طالبان د انجنير علمياردترور عاملين وبلل او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو ددغې وژنې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
په همدې حال کې دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزير انجنير ويس برمک ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره د انجنيرشفيق احمد علميار ترور وغانده او ويې وويل: د يو انجنيروژل د هغوکسانوکار دى چې نه غواړي افغانستان وده او پرمختيا ته ورسيږي.
انجنير شفيق احمدعلميار د کابل د پولي تخنيک پوهنتون د صنعتي موسسو او ښارونو د بريښنا د تامينولو په څانګه کې زده کړه وکړه.
ده د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت په بېلابېلو څانګوکې کاروکړ.
انجينرشفيق احمد علميارلومړى د بغلان ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا د رييس په توګه کار کاوه، خو په وروستيو اتو مياشتوکې د کندز دکليو د بيا جوړولو او پراختيا د رييس په توګه دنده يې ترسره کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته