امنیت

په هرات ولايت کې يو ځوان سړى دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
يو ځوان سړى تيره شپه دهرات ښار په دشت حوض ساحه کې ووژل شو.
دوه ويشت کلن ځوان احمد شاه د ده دخپلوانو دڅرګندونو مخې څو ورځې مخکې تښتول شوى و .
دغه ځوان دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
دهرات ولايت دمرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي ددغه ځوان دمړينې علت د ده پر بدن يې د ٤٠ ګوليو لګيدل او له پيښې وروسته نامناسب روغتيايي حالت وباله .
شيرزي وويل : ددغه ځوان مړى تيره شپه دهرات مرکزي روغتون ته ليږدول شوى دى .
دهرات ولايت وياندجيلاني فرهاد وايي : چې په دې باب څيړنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته