امنیت

وسله والو مخالفينو ديوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل اودرې تنه نوريې ټپيان کړل .

دفارياب ولايت دشيرين تګاب په ولسوالۍ کې تيره شپه ددولت وسله والو مخالفينو ديوې کورنۍ درې تنه ووژل اودرې تنه نوريې ټپيان کړل .

دشيرين تګاب ولسوال سيد لقمان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددولت يوې ډلې وسله والو مخالفينو تيره شپه ددغې ولسوالۍ دبلوچېه په کلي کې داستوګنې يو کورته ننوتل دکورخاوند ، دهغې ميرمن اوزوى يې ووژل او دده درې تنه موشومان يې ټپيان کړل .

ددغه ولسوال دڅرګندونو له مخې ټپيان ډير ژر ددغې ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته وليږدول شول او موظفو ډاکترانو ددوى روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو وباله .

ده ددغې پيښې انګيزه شخصي دښمني وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته