امنیت

وسله والو کسانو دبدخشان دپوليسو په يوه افسر بريد وکړ .

کابل /دتلې ١١مه / باختر :
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه دبدخشان دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دکشف آمر ټپي او دهغه پلار يې شهيد کړ .
دبدخشان دامنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني دباختراژانس خبريال ته وويل: ناپېژاندو وسله والو کسانودبدخشان دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دکشف دآمر لومړى څارن محمد فاروق په کور باندې بريدوکړ چې په پايله کې يې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دکشف آمر له يوه ساتونکي سره يې ټپي او دهغه پلار شهيد شو .
هغه وويل چې تراوسه پورې ددغې پېښې  په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو دبريدګرو دپيداکولواو نيولو لپاره هڅې کېږي .
  ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته