امنیت

وسله والو کسانو په بلوچستان ايالت کې د ناتو دلوژستيکي توکو په بار وسايطو بريد وکړ

وسله والو کسانونن دپاکستان په بلوچستان ايالت کې په افغانستان کې دناتو دتړون عسکرو ته په لوژستيکي توکو بار دريو لاري موټرو بريد وکړ

دپاکستان د پوليسو يو افسر دفرانسې خبري اژانس ته وويل، وسله والو کسانو له موټر سايکل څخه په کار اخستو سره لومړي پردغو وسايطو ډزې وکړې او وروسته پر دغو وسايطو دپطرولو په شيندلو سره هغو ته اور واچاوه په دغو موټرو سړک ته څيرمه ددريدو په وخت کې بريد وشو .

تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستي خو طالبانو او دالقاعده په شبکې پورې اړوندو مليشو په تيروخت کې دناتو د تړون په تدارکاتو بار وسايطو پرله پسې بريدونه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته