خبرونهاقتصادټولنه

ولسونه: دولت دې په هلمند کې د بیارغونې کارونه پيل کړي

کابل، د ثور ۳۱مه، باختر

د هلمند د باغران ولسوالۍ اوسېدونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې په دغې ولسوالۍ کې د بیا رغونې چارې پيل کړي.

باغران د هلمند ولایت له مرکز لښکر ګاه تر ټولو لرې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده، چې خلک یې په تېره شل کلنه دوره کې ډېرزیانمن شوي دي.

د هلمند د باغران ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې اسلامي امارت دې د روغتیا، پوهنې، بیا رغونې، مخابراتي خدمتونو، سړکونو رغولو او نورو برخو کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دوی وايي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې امنیت ښه شوی او خلک له پخواني ناوړه حالت څخه عادي ژوند ته راګرځېدلي دي، بازاراونه پرانېستل شوي او هر سړی په خپل کار بوخت دی.

په ورته وخت کې امنیتي مسوولین وايي چې د باغران ولسوالۍ په ټولو سیمو کې پر امنیت او ګزمو بوخت دي، د سیمې امن او نظم يې ساتلی او خلکو ته يې د عادي ژوند زمینه برابره کړې ده.

د باغران ولسوالۍ یو امنیتي مسؤل مولوي محمد عمر وايي چې دغه ولسوالۍ اوس د امنیت له پلوه تر ټولو امنه ولسوالۍ ده.

د یادونې وړ ده چې باغران د خپل غوره موقعیت په درلودلو سره د تفریح لپاره هم غوره سیمې او درې لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته