اقتصاد

ولسي جرګې د ١٣٩٧مالي کال دملي بودجې سند درايو په اکثريت تصويب کړ

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
ولسي جرګې  د ١٣٩٧ مالي کال  دملي بودجې  سند نن دهېواد  دملي ګټو په پام کې نيولو سره درايو  په اکثريت تصويب کړ .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  د ١٣٩٧ مالي کال ټوله ملي بودجه ٣٧٧٠٠١١ مليارده افغانۍ  ده چې له دې جملې څخه ١٤٣ر٢٦٦ مليارده افغانۍ عادي بودجه او ٨٧٨ر١١٠ مليارده افغانۍ انکشافي بودجه ده چې دټولنې دواقعيتونو ، اوسنيو امکاناتو ، دملي پروژو دتطبيق  ، دادارو جوړښت ، دلګښتونو دمعتبر چوکاټ دتطبيق او دنړيوالو معيارونو په پام کې نيولوسره برابر ه شوې ده .
دماليې وزير دملت له وکيلانو څخه په مننې سره له ټولو بودجوي  واحدونوڅخه وغوښتل چې دامکاناتو ، اغيزمنتوب ،  دحکومت دانکشافي لومړيتوبونو او دهېواد دملي ګټو  په پام کې نيولو سره دې د ١٣٩٧ مالي کال ملي بودجه ولګوي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته