کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
هغه تروريست چې غوښتل يوه کراچي چې بم پکې اېښودل شوي و د جلال اباد ښار په لومړى ناحيه کې وچوي، ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د باختراژانس خبريال ته وويل د ننګرهار پوليسو په يوکشفي اقدام کې هغه تروريست چې غوښتل يې يوه کراچى چې بم پکې ځاىپرځاى شوى و، د جلال اپاد ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې وچوي، ونيوه.
دغه تروريست درې ماينونه په يوه لاسي کراچۍ کې ځاى پرځاى کړې و او ټاکل شوې وه هغه د جلال اباد ښار د لومړى حوزې د کمپ په گڼ مېشته سيمه کې وچوي.
ختم-ج-اکرم