امنیت

يودوکاندار ددوو تنو وسله والو کسانو له خوا په کابل کې ووژل شو .

کابل باختر  دثور لومړي :
دکابل ښار دښځينه بڼ په ساحه کې يودوکاندار دوسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
دباختراژانس دخبر له مخې،  مقتول محمد عظيم نوميده او دکابل ښار په څلورمې  ناحيې پورې اړوند دښځينه بڼ په ساحه کې يې دوکانداري کوله .
په ده نن له غرمې وروسته ديوې نيمې بجې په شاوخوا کې ددوو تنو وسله والو کسانو له خوا چې په يوه موټرسايکل سپاره و دتومانچې ډزې وشوې اوووژل شو .
دکابل ښار دپوليسو دڅلورمې حوزې  آمر وايي دوه ديرش کلن محمد عظيم چې دننګرهار ولايت  ددره نور ولسوالۍ اوسيدونکي و ښايي دشخصي دښمنۍ  له امله وژل شوى وى .
دپيښې څرنګوالي دپوليسو له خوا څيړل کيږي .
ديادونې وړ ده چې دغه پيښه په هغه ځاى کې شوې ده چې په څومتري واټن کې يې دپوليسو دايمي پوسته ده .
ددغې قضيې عاملين په تيښتې بريالي شوي دي .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا