امنیت

يوسلوڅلوېښت طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
په داسې حال کې چې په ننګرهار کې د ډار اچونې ضد عمليات ۱۴مې ورځې ته رسېدلي دي، د هېواد په ختيځ کې جکپوړي پوځې مقامات ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې تراوسه ١۴٠ وسله وال طالبان يې وژلي او څه ناڅه ۴۴ نور يې ټپيان کړي دي.
دغه مقامات دغه راز ويلي دي چې پوځيان بريالي شوي دي چې د شېرزادو او حصارک ولسواليو لسګونه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.
د ننګرهار په شېرزادو او حصارک ولسواليو کې د ډار اچونې ضد عمليات ١۴ ورځې مخکې د سلګونو افغان ځواکونو په ګډون او د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شول او لا هم دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو او د ننګرهار د رسنيو دفتر په خبرپاڼو کې ويلي دي چې د دغو عملياتو په ١۴ ورځو کې ١۴٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۴ نور یې ټپيان شوي دي.
خبرپانې تاييدوي چې په وژل شويو او ټپيانو کې د طالبانو يوشمېر پاکستاني غړي او د دغې ډلې قوماناندان هم شامل دي، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سيمې اوسېدونکو د ډار اچونې ضد عملياتو د پيل هرکلى کړی دى او له حکومت څخه يې غوښتي دي چې د ژوندانه او د بيارغاونې بهير لپاره د مناسبې فضا د تامين په خاطر د دوى په سيمو کې دې پوځيان ځاى پرځاى شي.
د هېواد په ختيځ کې پوځيان وايي چې د شېرزادو او حصارک په هغوسيمو کې چې له ډار اچوونکو څخه پاک کېږي، پوستې جوړوي چې د حکومتوالۍ او پرمختيا بهير او د خلکو ژوند په ښه ډول پرمخ لاړ شي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته