امنیت

يوسلو اته طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په جنوب کې ١٠٨وسله وال طالبان د پوځیانو په بريدونو کې ووژل شول.
د هلمند يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د پوځیانو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې وژل شوي دي.
خبرځاى زياتوي چې په دغو عملياتو کې يوشمېر نور طالبان ټپيان شوي او د هغوی جنګي وسايل او څو موټر له منځه وړل شوي دي.
اشرفي- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته