نړۍ

يوسلو دوه تنه دککړو شرابو دڅښلو له امله په هند کې مړه شول.

دليندي دمياشتې ٢٤ :

دهند په شمال ختيځ کې په يو کور کې دتوليد شويو شرابو دڅښلو له امله يوسلو دوه تنه و وژل شول.

دباختر اطلاعاتي اژانس  د  وي  او   اي دخبري سايت له خولې خبر ورکړ ښايي دتلفاتو شمير له دي څخه هم زيات شي ځکه  يوسلو پنځه ديرش تنه په روغتون کې بستردي اوروغتيايي حالت  يې خراب بلل شوي دي.

پوليسو وايي ددغې پيښې وژل شوي بيوزله حلک وو چې دسه شنبًي په ورځ  ناوخته دشرابو په څښلو پيل وکړ او دسرزيان يې پرون پيل شو.

پوليسو تراوسه پوري  څلور تنه ددغې پيښې په تور نيولي دي .

دا په هند کې له ٢٠٠٩ ميلادي کال را په دې خوا دويمه ورته پيښه ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته