امنیت

يوسلو شپږاتيا پوليسان له خپلو دندو څخه ګوښه شول

– کابل / د سلواغې ٣٠مه /باختر
د کورنيو چارو وزارت د موټرو د خاوندانو او د ترانسپورتي اتحاديو له اعتصاب وروسته چې په لويو لارو کې د پيسو له اخېستلو څخه شکايت درلود د پوليسو ١٨٦تنه منسوبين له دندو ګوښه کړى دى .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کورنيوچارو وزارت په يوه وينا کې ويلي دي چې په لويو لارو کې د پيسو له اخېستلو څخه د موټرو د خاوندانو او د ترانسپورتي اتحاديو له شکايتونو وروسته اصلاحي اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي .،
په وينا کې ويل شوي دي چې د کورنيوچارو وزير په لارښوونه په دې وروستيو کې د پوليسو ١٨٦ تنه منسوبين چې له هغوى څخه شکايتونه شتون درلود، له دندو ګوښه اواحتياط ته معرفي شول.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې د هېواد د لويو لارو ځينې برخې د باروړونکو او مسافروړونکو د موترو د خاوندانو له خوا تړل شوې ده .
هغوى د کابل – بلخ او د کابل- قندهار د لويې لارې پر پوليسو د پيسو د اخېستلو تور لګوي اوله دولت څخه غواړي چې د هغوى شکايتونه وڅېړي .
د ارتباطي تګلورو تړل کېدل خلکو ته زياتې ستونزې رامنځته کړي دي له يوې خوا د دغو لارو د تړل کېدو له امله په زرګونو مسافر په بد حالت کې دي اوله بله پلوه دغه اقدام د ولايتونو د ميوو او سبو د خوسا کېدو سبب شوى دى .
په وينا کې د کورنيوچارو د وزير له خولي ويل شوي دي ( له دې وروسته زه په خپله په لويو لارو کې د پيسو د اخېستلو شکايتونه څېړم ، د لويو لارود پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتوبهير پياوړي کوم ، مهرباني وکړئ له ١١٩،٠٢٠٢٣١٢٣٥٤تيلفونونو سره اړيکه ونيسۍ او ويديوګانې اوعکسونه د ٠٧٩١٢٣٠٩٠١وتسپ شمېرې سره شريکې کړې . په حتمي ډول د محرميت په ساتنې سره ستاسو شکايتونه څېړل کېږي )
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته