خبرونهفرهنګ

يوشمېر رسانه يي شکايتونه اوسرغړونې وڅېړل شوې

٤٠- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرى نن د رسانه يي شکايتونو اوسرغړونو د څېړنې کمېسيون غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې؛ په دې غونډه کې د کمېسيون غړو ٨ رسانه يي سرغړونې او شکايتونه چې د يوشمېر دولتي اوخصوصي بنسټونو له خوا کمېسيون ته رسېدلي و ، وڅېړل.
د کمېسيون غړو د هرشکايت په اړه له غور او خبرو وروسته د کمېسيون د طرز العمل اوصلاحيتونو له مخې لازمې پريکړې وکړې .
په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د رسانه يي شکايتونو په څېړنه او د کمېسيون د چارو په ګړندي کولوکې د کمېسيون دغړو پرزياتې پاملرنې ټينګاروکړ.
دغه راز د رسانه يي شکايتونواو سرغړونو د څېړنې د کمېسيون په کار کې د زيات شفافيت د رامنځته کولو په مقصد په ځينومواردو ټينګار وشو چې د شکايتونو اړونده لورې دې د شکايتونو د ښې څېړنې په خاطر د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته