کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق د نړۍ له اوو سترو صنعتي هېوادونو (جې- ٧) غوښتي چې د افغانستان او د نړۍ د نورو سيمو ماشومان چې د بيوزلۍ او نورو ستونزو له امله له خوار ځواکۍ ځورېږي، له ياده ونه باسي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونوو درې ورځنۍ غونډه چې پرون د نړۍ له ماشومانو سره د مرستې په خاطر په المان کې جوړه شوه.
په افغانستان کې د يونيسف ادارې د اړيکو مسوول سام مورت وايي، له تېرکال څخه په نړۍ کې د مخ په زياتېدونکي لوږې د بحران په پايله کې په هره يوه دقيقه کې يو ماشوم په سختي خوار ځواکۍ اخته کېږي.
د افغانستان په ګډون ١٥ هېوادونه چې زه پکې يم د دغه بحران دروند پيتۍ په اوږو وړي.
هغه زياته کړې ده په افغانستان او نړۍ کې د ماشومانو يوه اساسي اړتيا زده کړې او د زده کړې ښو امکاناتو ته لاسرى دى.
د ملګروملتو سازمان وايي، چې په اوکراين کې وروستۍ جګړې او په افغانستان کې وروستي طبيعي مصيبتونه او نور بدلونونه ماشومانو ته شرايط سخت کړي دي.
د ملګروملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په درشل کې د افغانستان په ګډون په زيانمنونکو هېوادونو کې اته مليونو ماشومانو ته د خوراکي توکو او درملو د برابرولو لپاره د يو اعشاريه دوه ميليارده ډالرو غوښتنه کړې وه.
په دې وروستيو وختو کې د سره صليب نړيوالې کميټې د افغانستان د سرې مياشتې له عالي ټولنې سره په ګډه اعلاميه کې د افغان ماشومانو د تغذيي د حالت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، چې په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان د خوار ځواکى له خطر سره مخ دي.
\ ذ