خبرونهټولنه

يونیسف: په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې ١٢١ تنه قربانيان ماشومان دي

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

يونیسف اعلام وکړ؛ چې د افغانستان په جنوب کې د زلزلې له امله ١٢١ تنه ماشومان وژل شوي دي.

دغه ټکى په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د ماشومان د ملاتړ صندوق (يونيسف) استازي محمد آيويا نن په ژنيوا کې په يوه خبري غونډه کې وويل؛ په دې پېښه کې ٦٧ تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي.

آيويا دغه راز ويلي چې په دې پېښه کې يو زرو ٣٦ تنه وژل شوي او يو زرو ٦٤٣ تنه نور ټپيان شوي، خو د وژل شويو او تپيانو دقيق شمېر تر اوسه پورې معلوم نه دی.

د تيرې اوونۍ د چهارشنبې د شپې په نيمايي کې  يوې زلزلې د افغانستان جنوبي سيمې ولړځولې چې د سر دروند زيان او زيات مالي تاوانونه يې واړول.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته