امنیت

يوه شل کسيزه ډله وسله وال مخالفين دسولې له بهير سره يوځاى شول .

٥ – کابل باختر  دسلواغي پنځمه

 ددولت شل تنه وسله وال مخالفين  پرون په بغلان ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .

 دمرکزي بغلان دولسوالۍ امنيه قوماندان سرڅارمن محمد کمين  ددغه خبر دڅرګندولو  په ترڅ کې د باختر اطلاعاتي اژانس  ته وويل دغو کسانو په دريو ډلو کې دقوماندان بسم الله ، ملا عادل او قوماندان جمعه خان سرخاکې په مشرۍ  دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخيست او له خپلو وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شول .

 تيره اوونۍ هم يوه پنځه کسيزه ډله مخالفين دتاله اوبرفک په ولسوالۍ کې دسولې له بهير سره  يوځاى  شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته