دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليس پرون ددغه ولايت په مربوطاتو کې ديوې شپاړس کېلويي بوشکې چاوديدونکو توکو په کشفولو بريالي شول .
د ٢٠٢ شمشاد دساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه بوشکه د وسله والو مخالفينو له خوا په نجراب ولسوالۍ پوري اړوند د بخشي سړک په ساحه کې تريوه پلګي لاندې ځاى پرځاى شوې وه د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړي شوه .