امنیت

يوه ميرمن ټپي او ميړه يې و وژل شو

په يو  موټر باندې دوسله والو طالبانو دډزو له امله  يوه ميرمن ټپي شوه او ميړه يې ووژل شو.

دکندهار ولايت دمقام دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر  اطلاعاتي اژانس ته وويل وسله والو طالبانو پرون په  يو سراچه موټر چې  دژيړي له  ولسوالۍ  څخه ددغې ولسوالۍ دمدد حوض سيمي  په لور روان و ډزې وکړي چې له امله يې ددغه موټر دوه تنه سپرلۍ چې ميرمن او ميړه و يويې ووژل  شو او بل يې ټپي شو.

 دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ټپي ميرمن دکندهار دميرويس روغتون ته وليږدول شوه او تردرملنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته