خبرونهامنیت

يوه پوځي واسطه د مقناطيسي ماين په چاودنه کې ويجاړه شوه

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په کابل کې د يومقناطيسي ماين په چاودنه کې يوه پوځي واسطه ويجاړه شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه پېښه نن سهار د کابل ښار د اوومې ناحيې د حسن خان پله په ساحه کې رامنځته شوه.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دغه پېښه تاييد کړه.
د دوو ورځو په بهير کې دا په کابل کې د مقناطيسي ماين دريمه چاودنه ده.
دوه ورځې مخکې هم کابل د دوو ورټه پېښو ډګر و.
په کابل کې د مقناطيسي ماينونو چاودنو د پاتيخت د خلکو له مهمو امنيتي اندېښنو څخه دي.
په همدې حال کې د ملي امنيت رياست ويلي دي چې په کابل کې د مقناطيسي بمونو د ځاى پرځاى کولو يوه ډله يې نيولې ده.
د ملي امنيت رياست پرون ماښام اعلام وکړ چې په کابل کې د مقناطيسي ماينونو د ځاى پرځاى کولو يوه ډله ځپلې ده او د هغوى مشر يې نيولى دى.
نيول شوى سړى نقيب الله نومېږي چې د درې کسيزې ډلې مشري کوله.
دغه ډله په کابل ښارکې د مقناطيسي ماينونو ځاى پرځاى کولو ته موظفه شوې وه .
نقيب الله ١٤ ځلې د پروان د سياه ګرد ولسوالۍ ته تللې دى او د هېواد د امنيتي اودفاعي ځواکونو د تګ راتګ د تګلورو په اړه يې وسله والوطالبانوته معلومات ورکړى دى.
د ملي امنيت رياست ويلي دي چې دغه ډله د کويټې له شورا سره هم اړيکې درلودې، بايد وويل شي چې د جمهوري رياست لومړى مرستيال امر الله صالح چې په خپله د کابل د امنيتي چارو څارنه کوي په پرونى امنيتي غونډه کې د دې ترڅنګ چې په کابل کې د تروريستي پېښو د زياتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړه د دغه شان پېښو د مخنيوي په لاره کې د امنيتي اوکشفي ځواکونو کارونه تر پوښتې لاندې ونيول.
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته