امنیت

يوه ځانمرګې په فارياب کې له دوو ملګرو سره ووژله شوه

کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر
يوه ځانمرګې ښځې پرون په فارياب کې له دوو ملګرو سره ووژله شوه.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باخترآژانس ته وويل؛ دغې ښځې چې غوښتل خپل چاوديدونکي توکي د فارياب د قيصار ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر وړاندې وچوي چې هدف ته له رسېدو مخکې د دغې ولسوالۍ په سرآسياب کلى کې وپېژندله شوه او له دوو ملګرو سره يې ووژله شوه.
يورش زياته کړه په دې پېښه کې درې نورې يرغلګرې ټپيانې شوې.
تراوسه پورې د يرغلګرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته