خبرونهامنیتTOP

يوولس تنه په کابل کې د تروريستي او ورانکارو پېښو په تړاو ونيول شول

کابل / د ليندۍ ٨مه /باختر
د جمهوري رياست لومړى مرستيال وايي د داعش او طالبانو د ډلو ١١ غړي چې په کابل کې د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو ترسره کولو ته ګومارل شوي و ، ونيول شول.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ امر الله صالح د نن سهار په امنيتي غوڼډه کې وويل چې د ملي امنيت د رياست منسوبينو په تېرو ٤٨ ساعتونوکې د طالبانو او داعش ډلې ١١ غړي د کابل له مربوطاتو څخه نيولي دي.
په دغو ١١کسانو کې يو تنکى ځوان هم شامل دى چې وسله والوطالبانو هغه ځانمرګي بريد ته چمتو کړى و چې له نيکه مرغه د هغه په نيول کېدو سره د يوې پيښې مخه ونيول شوه.
صالح وويل د دغه تنکي ځوان پلار د طالبانو په ځانمرګو بريدونوکې د خپل زوى د غړيتوب د پټولو په تور نيول شوى دى.
هغه دغه راز په دې غونډه کې د جنايي او تروريستي جرمونو د مجرمينو د لست په اړه يوځل بيا ټينګار وکړ او ويې ويل د طيب، ميلاد او حنيف په نومونو درې تنه چې نومونه يې تر تعقيب لاندې مجرمينو په لست کې خپاره شوي و د کارته پروان په ساحه کې يې غوښتل له خلکو باج واخلي چې د افغانستان د جمعيت اسلامي د رييس او د بهرنيوچارو د پخواني وزير صلاح الدين رباني د ساتونکو له ممانعت سره مخ شول خو له بده مرغه د جمعيت اسلامي د رييس يوساتونکى په دې پېښه کې ووژل شو او دغه درې مجرمين ونيول شول.
د جمهوري رياست د لومړى مرستيال د څرګندونوله مخې؛ دغې قضيې يوځل بيا ثابته کړه چې د مجرمينو لست دقيق اوموثق دى هغه د کابل له ټولو خلکو وغوښتل چې په دغه لست کې د شاملومجرمينو په موندلو او نيولو کې له امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي.
د جمهوري رياست لومړى مرستيال امر الله صالح تر تعقيب لاندې د جنايي او تروريستي مجرمينو نيولو ته په اشارې سره وويل چې اوس په لست کې تر تعقيب لاندې ٣٧٠٠مجرمينو له جملې څخه ٩٠٠يې نيول شوي دي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې غونډه کې وويل چې کابل په تېرو ٤٨ ساعتونوکې د ٩ پېښو ډګرو چې ٧ يې جنايي او ٢ نور يې تروريستي پېښې وې او د کابل پوليسو زيات برياليتوبونه درلودل.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته