امنیت

يوولس طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٨ مه/ باختر
يوولس وسله وال طالبان په هلمند کې په پوځي عملياتو کې ووژل شول او ٢ نور ټپيان شول.
پردغو وسله والو طالبانو تېره شپه په نهرسراج او نادعلي ولسواليو کې بريدونه وشول.
د ځانګړوعملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي پوځيانو دغه عمليات د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره کړ.
دغې قول اردو تائيد کړه چې د تېرې شپې په عملياتو کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢ نورټپيان شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته