امنیت

يوځانمرګي بريد کوونکې له دوو سازمان ورکوونکوسره يې ووژل شو

دناتوجنګي الوتکو په هلمند ولايت کې په يو ځانمرګې بريد کوونکې او په دوو تنو سازمان ورکوونکو هدف ته له رسيدو مخکې بريد کړي دي.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په دې هوايي بريد کې چې پرون غرمه په ګرشک ولسوالۍ کې وشو په خپله بريد کوونکې اودهغه دوه تنه سازمان ورکوونکې په يوه پټنځاى کې وژل شوي دي.

دهملند پوليسو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي دغو کسانو غوښتل دګرشک ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ بريد وکړي.

ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې ناتو دافغان ځواکونو داستخباراتي رپوټ له مخې دموضوع او ددغو تروريستانو دپټنځاى په کشفولو بريالي شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته