ټولنه

يوې ځوانې نجلۍ ځان زندې کړه .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
يوې  ځوانې  نجلۍ په جوزجان ولايت کې ځان زندې کړه .
دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه نجلۍ څه موده مخکې له يو هلک سره کوژده شوې وه او په زيات ګومان سره دغه کوژده  ددې په خوښه نه ده ترسره شوې .
دجوزجان ولايت دامنېې قوماندانۍ دجنايي جرمونو  دکشف آمر سمونوال محمد رحيم وايي دغه نجلۍ  ښوونځي ته نه وه تللې او زده کړه يې نه ده کړې او قضيه ددوى په کور کې  له منځه شوې ده اوموږ په معمولي ډول ددغه شان قضيو په اړوند دمتوفې کورنۍ ته وخت ورکوو او دښځو له مراسمو وروسته تحقيقات پيلوو .
  دجوزجان  ، سرپل او دفارياب دولايتونو دبشر دحقوقو دسازمان رييسه مغفرت  رحيمي ددغه شان ځان وژنو دليل دنجونو دحقوقو نه رعايتول وبلل چې په زياتو مواردو کې ترپښو لاندې کيږي .
ديادونې وړ ده چې دروان کال له پيل څخه په جوزجان ولايت کې څه ناڅه پنځو نجونو ځان وژنه کړې ده او پنځه تنه نور وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته