امنیت

يو اتيا تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٧
د طالبانو د يو قوماندان په ګډون ٨١ تنه تروريست طالبان د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول چې د هيواد په ځينو سيموکې ترسره شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د کندز ولايت د قلعه ذال او خان آباد، د کونړ ولايت د مرورې، د جوزجان ولايت د قوش ټيپې، د فارياب ولايت د قيصار او دولت آباد، د روزګان ولايت د دهراوود او د هلمند ولايت د نوزاد او موسى قلعه د ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ٨١ تنه تروريست طالبان ووژل شول؛ ٥٨ تنه ټپيان او د داعش د ډلې ٣ تنه غړي ونيول شول .
د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن يوه اندازه وسلې، مهمات، پوځي تجهيزات، يو موټر او ٣٠ موتر سايکلونه هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې:
د ملي اردو ٥ تنه سرتيري د دندو د ترسره کولو په بهيرکې د ماينونو د چاودنو له امله شهيدان شول.
د ملي دفاع وزارت د دغو سرتيرو شهادت تاييدکړ، خو د پيښو سيمې يې نه دي مشخصې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته