۱۰۰ ورځې

په ميدان وردګو کې له سلګونو جعلي کارتونو سره دانتخاباتو ديوڅارونکي نيول.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په ميدان وردګو ولايت کې يو څارونکې له سلګونو جعلي کارتونو سره دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
دغه سړۍ چې دجمهوري رياست ديو نوماند له خوا دڅارونکې په توګه ټاکل شوى دى نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې په ميدان ښارکې دقول دوست خيلو د رايي ورکولو له مرکز څخه د رايي ورکولو له سلګونو جعلي کارتونو سره ونيول شو .
په انتخاباتو کې دڅارنې دمرکز يا فيفا غړي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سړۍ کله يې چې غوښتل له جعلى کارتونو څخه دخپلې خوښې نوماند په ګته استفاده وکړي دپوليسو له خوا ونيول شو.
ويل کيږي دانتخاباتو له دغه څارونکي څخه په سلګونه جعلى کارتونه ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته