خبرونهاقتصاد

يو انس سره زر په ١٧٨٧ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ دليندۍ ٨مه/باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٧٨٧ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر٤٥٥٠ يو ګرام مصري سره زر په٤٥٥٠ افغانيو، کويټي په٣٧٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٣٧٥٠ افغانيو، بحريني په٣٦٠٠ افغانيو، عربي په٣٦٠٠ افغانيو، ايراني په٣٣٠٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢٨٠٠افغانيو پلورل کېږي.
پاى / سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته