کابل باختر دلړم دوه ويشتمه :
د زابل د پيښې د اوو تنو شهيدانو جنازې نن غرمه خاورو ته وسپارلې شوې.
د غزني ولايت د خلکو استازي حسن رضا يوسفي د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن غرمه د دولسو بجو په شاوخوا کې د هغو اوو تنو شهيدانو جنازې چې د وسله والوطالبانو له خوا په زابل ولايت کې وژل شوي وو؛ د شهيد سردار محمد داوود خان له روغتون څخه واخستلې شوې او د الوتکې په واسطه د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ ته وليږدولې شوې.
يوسفي څرګنده کړه: د شهيدانو د جنازو د ښخولو په مراسموکې په پارلمان کې د خلکو ځينو استازو او د ملي دفاع وزارت يوشمېر جنرالانو او جګپوړو افسرانوهم ګډون کړى و.
جنازې د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ په (ده مرده) کلي کې د دوى په پلرنۍ اديره کې خاوروته وسپارلې شوې.
0 1 دقیقه لوستل