اقتصاد

يو انس سره زر په ۱۷۹۳ ډالرو وړاندې کېږي

کابل / د وږي ۲۱مه / باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ۱۷۹۳ ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکېټ يوه پلورونکي قاهرخان پوپل نن د دغه خبر په تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونو کې:
یو ګرام قطري سره زر په ۴۹۰۰ افغانیو
يو ګرام الجزايري سره زر په ۴۷۰۰ افغانیو
يو ګرام مصري سره زر په۴۶۰۰ افغانيو
یو ګرام کويټي سره زر په۳۸۰۰ افغانيو
یو ګرام سنګاپوري سره زر په٣۷۵۰ افغانيو،
یو ګرام عربي سره زر په٣۷۰٠ افغانيو
یو ګرام ايراني سره زر په٣۴۰۰ افغانيو او يو ګرام روسي سره زر په ۳۱۵٠ افغانيو پلورل کېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته