اقتصاد

يو انس سره زر په ۱۸٣۰ ډالرو پلورل کېږي

کابل / د مرغومې ١٣مه/ باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ۱۸٣۰ ډالرو پلورل کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکېټ يوه پلورونکي قاهرخان پوپل نن د دغه خبر په تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونو کې:
یو ګرام قطري سره زر په ۶١٠٠ افغانیو
يو ګرام الجزايري سره زر په ٥٩٠٠ افغانیو
يو ګرام مصري سره زر په٥٩٠٠ افغانيو
یو ګرام کويټي سره زر په٥٠٠٠ افغانيو
یو ګرام سنګاپوري سره زر په٤٩٠٠افغانيو
یو ګرام عربي سره زر په٤٩٠٠ افغانيو
یو ګرام ايراني سره زر په٣٧٠۰ افغانيو او يو ګرام روسي سره زر په ۳٥٠٠ افغانيو پلورل کېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته