اقتصاد

يو انس سره زر په ۱۸٦٤ ډالرو وړاندې کېږي

کابل / د لړم ۲٥مه / باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ۱۸۶٤ ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکېټ يوه پلورونکي قاهرخان پوپل نن د دغه خبر په تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونو کې:
یو ګرام قطري سره زر په ٥٤٠٠ افغانیو
يو ګرام الجزايري سره زر په ٥٤٠٠ افغانیو
يو ګرام مصري سره زر په٥٣٠٠ افغانيو
یو ګرام کويټي سره زر په٤٣٠٠ افغانيو
یو ګرام سنګاپوري سره زر په٤٣٠٠افغانيو
یو ګرام عربي سره زر په٤٢٠٠ افغانيو
یو ګرام ايراني سره زر په٣٣٧۰ افغانيو او يو ګرام روسي سره زر په ۳۰٧٠ افغانيو پلورل کېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته