نړۍ

په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو له امله دولس تنه ووژل شول

اسلام اپاد  باختر دوږي  دولسمه :
د هغو دوو ځانمرګو بريدونو له امله چې د پاکستان د شمال لويديځ په خيبر پښتونخوا ايالت کې د يوې محکمې د دروازې په وړاندې ترسره شول؛ څه ناڅه ١٠ تنه ووژل شول او کابو٤٠تنه نور ټپيان شول .
  د پوليسو د يومقام د څرګندونوله مخې: په دې پيښه کې د پوليسو يوشمېر ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د چاودنې ساحې ته څېرمه د امنيتي ځواکونو او تروريستانو ترمنځ متقابلې ډزې شوې دي او تر اوسه پورې د دغو بريدونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستي .
  د چاودنې سختوالي ته په پاملرنې سره ددغې پيښې د سر د زيان دشمېر د لوړوالي احتمال شته .
يوه مياشت مخکې هم دپاکستان د بلوچستان ايالت دکويټې ښار په يوه روغتون کې د ځانمرګي چاودنې له امله څه ناڅه ٧٠ تنه ووژل شول .
  په مردان ښارکې  ننني تروريستي ځانمرګي بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د پاکستان د اردو لوى درستيز  جنرال راحل شريف په دغه هېوادکې د امنيت د ټينګښت لپاره د پاکستان د وسله والو ځواکونو د کلک هوډ خبرې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته