ټولنه

په هرات کې دبنګو دکرل شويو بوټو اړول .

کابل باختر د تلې اوومه :
دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې  دڅو جريبه  ځمکې په ساحه کې دبنګو  کرل شوي بوټې واړول شول .
  دغه بوټې چې دانجيل ولسوالۍ دفرک  دکلي  په ځمکو کې کرل شوي وو پرون دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ  دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دمديريت دپوليسو دکارکوونکو له خوا  واړول شول .
  دهرات ولايت دپوليسو يوه مقام دباختراژانس خبريال ته وويل چې دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې پروګرام به ددغه لويديځ  ولايت په ګوټ ګوټ کې دوام ومومي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته