سیاست

جمهور رئیس غني د چین د ولسي جمهوریت له جمهور رئیس سره وکتل

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د چین د ولسي جمهوریت له جمهور رئیس شي ‌جین پینګ سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو ناستې په څنډه کې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، په زیربنايي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي،په عامه  اړیکو او سترتیژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي هم حضور درلود، دواړو لورو دبېلابېلو او پام وړ مسایلو لکه، د رهبرۍ او اړوندو ادارو په کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشورو د دوام او زیاتوالي او همدارنګه د امنیتي همکاریو، له تروریزم سره د مبارزې، د سولې او ثبات د تامین، د اقتصادي او سوداګریزو دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د چین د دولت او خلکو د ملاتړ مننه وکړه او دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د مناسباتو د پراختیا په تداوم او د اړیکو په لا ټینګښت ټینګار وکړ.
د چین جمهور رئیس، د هېواد د وروستېو پېښو په تړاو د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب او همدارنګه د افغانستان له دولت او خلکو سره د چین د دولت او خلکو ملاتړ او پیوستون جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته څرګند کړ او تروریزم یې د سیمې او نړۍ ګډ دښمن وباله.
د چین د خلکو جمهور رئیس شي ‌جین پینگ د افغانستان دولت او خلکو ته د کابل پروسې ناستې د ترسره کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، دا کنفرانس په بریاليتوب ترسره شو. هغه زیاته کړه، د چین استازی په یاد کنفرانس کې فعاله ونډه درلوده او د چین دولت د افغان دولت په مشرۍ د دې بهیر ملاتړ کوي.
هغه همدا راز د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د جمهور رئیس غني ګډون مهم وباله او زیاته یې کړه، موږ په دغه سازمان کې د افغانستان د رول ملاتړ کوو او غواړو چې له افغانستان سر د دغه سازمان تعامل زیات شي. هغه زیاته کړه، د چین دولت د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب د غوښتنې په اړه مثبت نظر لري.
د چین جمهور رئیس د چین او افغانستان اړیکو ته په اشارې وویل، چین او افغانستان په بېلابېلو برخو کې له یو بل سره همکار دي او دا همکارۍ به په راتلوونکي کې لا زیاتې شي.
د چین جمهور رئیس زیاته کړه، هېواد یې د افغانستان د دولت په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او چمتو دی چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه کړي. هغه همدا راز جمهور رئیس غني ته د افغانستان حکومت او د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د بریالیتوب مبارکي وویله.
نوموړي د”یو کمربند یوې لارې“ طرحې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته په اشارې وویل، چین لېواله دی، چې د اوسپنې پټلۍ، د بندونو جوړولو او د برېښنا پروژو د تطبیق، سړکونو او مسکن او همدا راز د چین بازاراونو ته د ځانګړو افغاني توکو صادرولو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکې لا پراخه شي.
جمهور رئیس غني له افغان دولت او خلکو سره د چین د جمهور رئیس د خواخوږې او یو والي مننه وکړه او دغه راز یې د کابل پروسې له ناستې څخه د چین د ملاتړ او په دې ناسته کې د ګډون په موخه د دغه هېواد د  استازي د استولو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د اوسپنې پټلیو جوړول چې د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونه په ځانګړي توګه چین له ایران او د چین اقتصادي دهلیز له منځنۍ اسیا ــ د اسیا لویدیځ سره نښلوي، د سیمه ییزې همپالنې  په تېره بيا د ترانزیتي او تجارتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټور وباله.
جمهور رئیس اشرف غني زیاته کړه، اوس مهال د چین او افغانستان او اړونده هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې د مشخصو پروژو په اړه د توافق او عملي اقداماتو وخت را رسېدلی دی.
د هېواد جمهور رئیس په سیمه کې د تروریزم خطر ته په اشارې وویل، دا پدیده د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو لپاره جدي او ګډ ګواښ دی او اړتیا ده چې د ټولو تروریستي ډلو پر ضد له ښه او بد تفکیک پرته ګډه او جدي مبارزه وشي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، اوس شل بین المللي تروریستي ډلو افغانستان هدف ګرځولی چې د هغوی اصلي موخې د چین ولسي جمهوریت په ګډون د سیمې هېوادونو پر ضد د تروریستي بریدونو ترسره کول دي.
جمهور رئیس زیاته کړه، دا مهال د افغانستان او چین په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په مقابل کې د تروریزم ګډ تهدید او خطر نوې بڼه اختیار کړې ده او له دې امله لازمه ده چې د سیمې هېوادونه د یوې واحدې ستراتیژۍ له مخې د دې شومې پدیدې د مهار او نابودۍ په برخه کې عاجل او عملي اقدامات وکړي.
جمهور رئیس غني د سولې په اړه څرګنده کړه، لکه څنګه چې موږ پخوا د سولې د تامین لپاره واضح اراده لرله، اوس هم طالبانو سره پخلاینې او له پاکستان سره سولې ته تیار یوو او دا موضوع د کابل پروسې په کنفرانس کې هم مطرح شوه، خو په دې برخه کې ټینګ تعهد او د سیمې همکاري لازمه ده.
د چین جمهور رئیس موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه باید د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو په برخه کې په دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څو اړخیزو کچو خپل تماس او مشورې پیاوړې کړي او هغه د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ او همدارنګه د عملي همکاریو او د اعتماد د ایجاد لپاره ضروري وګڼل.
د چین جمهور رئیس وویل، افغانستان له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او توافق وشو چې د تروریزم د نابودۍ او له هغه سره د مبارزې په موخه باید سیمه ییزه او بین المللي همغږي او همکاري رامنځته شي.
نوموړي په زیربنایي او انکشافي برخوکې د افغانستان حکومت کوښښونه وستایل او د مسکن، نوري فایبر شبکې او اورګاډي کرښې له ایجاد څخه یې چې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل کېږي، ملاتړ وکړ.
شي جین پینګ وویل، هېواد یې تیار دی چې له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیا وړ وسایلو د تجهیز او همدارنګه له تروریزم سره د موثرې مبارزې لپاره د تجهیزاتو برابرولو په برخه کې چې د دواړو هېوادونو لپاره په جدي او لوی تهدید بدل شوی دی، همکاري وکړي.
د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو توافق وکړ چې د عمده مسایلو په اړه په دوه اړخیزه او د سیمې په کچه خپل نږدې تماسونه دوامدار او خوندي کړي.
د دواړو هېوادونو د مشرانو له کتنې وروسته په جلا پروګرام کې د هېواد د جمهور رئیس په حضور کې د شېرخان بندر- هرات د اورګاډي کرښې جوړولو او د کابل – کونړ حوزه کې د برېښنا پروژې د تطبیق برخوکې د همکارۍ دوه تفاهم لیکونه په چین کې د افغانستان د سفیر جانان موسی زي او د پل کمپنۍ او چین شرکت د مرستیال پنګ شیاوجون ترمنځ لاسلیک شول.
د همکارۍ د یادو تفاهم لیکونو په اساس د امکان سنجي د مطالعاتو د ترسره کولو او د شېرخان بندر – هرات د اورګاډي کرښې د تطبیق طرحې برابرولو کار چینایي کمپنۍ چې زیربنایي چاروکې ارزښتناکې تجربې لري، په ۱۲ میاشتو کې ترسره کوي او د دې پروژې د مطالعاتو او امکان سنجي کار به د یادې کمپنۍ په لګښت ترسره شي.
همدارنګه په پام کې ده د یاد تفاهم لیک مطابق د کابل – کونړ حوزه کې د برېښنا پروژې طرحه او تطبیق د یادې کمپنۍ له لوري ترسره او په شپږ میاشتوکې بشپړ شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته