امنیت

يو تن قومي مخور ووژل شو

د نيمروز ولايت دخاصي ولسوالۍ يو تن مخور پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .

دنيمروز ولايت دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي مدير دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه قومي مخور ته مخکې دطالبانو له خوا خبر داري ورکړل شوي و چې له دولتي مقاماتو اوزرنج ښار سره اړيکي ونه نيسي چې ده يې پروا ونه کړه .

خبرځاى وويل تراوسه پوري دپيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوي .

دنيمروز ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې خاصه ولسوالۍ له ناامنيو ولسواليو څخه ده چې دولت ورسره لږي اړيکې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته