امنیت

يو تن په نيمروز کې دنشه يي توکو په تور ونيول شو

کابل باختر د وږي اوولسمه :
په نيمروز ولايت کې يوسړى  ددوو کيلوګرامه هيروئينو  دليږدونې په وخت کې  ونيول شو .
دنيمروز ولايت  دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونيار احمد پرويز سيستاني باختراژانس ته وويل  چې دغه سړى وروسته له هغه د وريښمو پله په سيمه کې  چې دايران او افغانستان ترمنځ يوه  صفري سيمه ده  ونيول شو  چې غوښتل يې دوه کيلوګرامه هيروئين  دتيلو په يو ټانکر کې دايران بندر عباس ته وليږدوي .
سيستاني زياته کړه چې له نيول شوي سړي  څخه پوښتنې پيل شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته