امنیت

يو تن په هرات کې د چاوديدونکو توکو له انډې سره ونيول شو

  کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٢  :
په هرات ولايت کې يو تن د چاوديدونکو توکو له يوه انډې سره ونيول شو.
دغه سړى دشينډنډ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى او اوس دهرات ښار په شپږمه ناحيه کې ژوندکوي تيره شپه د ٧ بجو په شاوخواکې د٢٥٠ کيلوګرامو چاوديدونکو  توکو د ليږدونې  په  وخت کې له يوه کرولا ډوله  موټر سره د پوليسودشپږمي امنيتي حوزې دمنسوبينو له خوا دمستوفيت له څلور لارې څخه ونيول شو.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  ډاراچوونکو له دغوتوکوڅخه دبمونو، ماينونو، اودځانمرګو واسګټونو په جوړولواو په ډاراچوونکو فعاليتونوکې کې استفاده کوله .
ده وويل په دي باب دپوليسو څيړنې دوام لري .
پاى ذکرالله

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا