سیاست

داستاد عبدالعلي مزاري دشهادت دنولسم تلين په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي پيغام

کابل باختر دکب دمياشتې  ٢٣ :
داستاد عبدالعلي مزاري دشهادت دنولسم تلين په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي پيغام
استاد عبدالعلي مزاري دافغانستان  له نومياليو  اوغوره شخصيتونو او دهېواد
دجهاد له ځلاندو څيرو څخه و .
داسلامي وحدت ګوند دمشر په توګه داستاد مزاري شخصيت له خلکوسره دګوند داړيکو په ټينګښت  ، جهاد ته دخلکوپه هڅولو  او دوړتيا غوښتوونکو پرخلاف دمبارزې په لاره کې دده فعاله ونډه  ځانګړى ارزښت درلود.
دجهاد له برياليتوب وروسته  په کابل  او ځينو  نورو ښارونو کې دجګړې له پيل وروسته  په هغه وخت کې دافغانستان دقضيو دحل لپاره داستاد نظريې او فکر  ځانګړى ارزښت درلود.
ده دهېواد مسلې  په خپلو ويناو کې  په عالمانه ډول تحليل او تفسير کولې . زموږ
د هېواد په سياسي فرهنګ کې داستاد د ويناو  غوره ټکي له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دى .
استاد عبدالعلي  مزاري  له خلکو سره په غونډو اوپه سترو غونډو کې تل ديو بل په منلو او د خلکو ترمنځ په ملي پيوستون او اتحاد او ملي وفاق  ټينګار کاوه .
ده ويل ،  موږ هغه وخت د يو با اعتباره نظام په ټينګښت  او سراسرې سولې ته  رسيدلى شو چې يو او بل ومنو .
داستاد مزاري  دغه شان فکر دننني  او سبا ځوان نسل لپاره  د بشپړې پاملرنې
او دقت وړ دى .
زموږ دهېواد  دجهاد ، مبارزې  او انديشې  دغه څيره دپرديو له خوا شهيد کړاى شو
هېواد او دده لارويان  دده دکار او نه ستړي کيدونکې مبارزې څخه بې برخې شول
داستاد عبدالعلي مزاري دشهادت د نولسم تلين له امله  دده ملګرو ، همسنګرانو، دده دفکر او انديشې لاوريانو او دهېواد خلکو ته ډاډګيرنه وړاندې کوم او دخداى  ج   له دربار څخه استاد  مزاري ته دفردوس جنت هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته