روغتیا

يو روغتيايي کلينيک پرانستل شو

دکندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې نن يو روغتيايي کلينيک پرانستل شو .

دکندهار ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دي کلنيک کې دعاجلو ، واکسيناسيون ، ساري ناروغيو او دميندو او ماشومانو ته دخدمتونو دوړاندې کولو څانګي لري ددغه کلينيک په پرانستلو سره په ژيړۍ ولسوالۍ کې سلګونوکورنيو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دکمښت ستونزه لري شوي ده .

دغه کلينيک ودانۍ نه لري او په کرايې کور کې دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته